سیمه ییز مطالعات
سيمه ييز مطالعات
د سيمه ييزو مطالعاتو مجله د ۱۳۸۵ لمريز كال د وري په مياشت كې كله چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د علومو اكاډمي په چوكاټ كې د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز بنسټ كېښود ل شو ، تاسيس شوه.
د سيمه ييزو مطالعاتو مجله د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز د علمي ژورنال او خپرونې په توګه ، له هماغه پېله زياتره د سيمې په كچه د سياسي ، اقتصادي او فرهنګي اړيكو او بدلونونو په څېړلو او راسپړلو خپلو خپرونو ته دوام وركړى دى ، د دې ترڅنګ د محمود طرزي د فكري بنسټ د علمي او تحليلي ناستو راپورونه هم د همدې مجلې د هرې ګڼې په پاى كې خپرېږي .
دغه مجله په دريو ژبو ( پښتو ، دري او انګليسي) باندې خپلو مينه والو ته د علمي اصولو او معيارونو په پام كې نيولو سره د سيمې په كچه علمي او څېړنيزې سياسي مقالې وړاندې كوي .
دغه مجله د علومو اكاډمي د نورو علمي مجلو ترڅنگ د فصلنامې په بڼه په هرو دريو مياشتو كې يو ځل خپرېږي او د علم او پوهې مينه والو ته وړاندې كيږي .
د۱۳۹۸ کال د سيمه ييز مطالعات مجلی ګڼې
شمیره | مجله | شمیره | مجله |
۱ | سیمه ییز مطالعات مجله ، د ۱۳۹۸ کال ۱-۲ ګڼه | ||
۲ | سیمه ییز مطالعات مجله ، د ۱۳۹۸ کال دریمه ګڼه | ||
۳ | سیمه ییز مطالعات مجله ، د ۱۳۹۸ کال څلورمه ګڼه |