کنفرانس ها

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انستیتوت علمي غړي څېړنوال بخت محمد بختیار له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پر مهال وویل: په سيمه او نړۍ کې د افغانستان حساس او ستراتيژيک اهمیت ته په کتو، له تروريزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د بین المللي ټولنې پراخ حضور، د افغانستان په اړه د ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هېوادونو او لویو قدرتونو متضادې او شخړه ييزې ګټې او همدارنګه د بهرني سیاست په هکله د کارپوهانو او د نظرخاوندانو مختلف ليدلوري او نظریات، د افغانستان د بهرني سیاست ماهیت موضوع پېچلې او ستونزمنوي.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۳۸
Background image

د شاک ډلبندي او له ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه «علمي- څېړنیز کنفرانس»

«د شاک ډلبندي او ناروغانو سره یې د مرستو لارو چارو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر ضیاءالرحمن حقمل له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل: شاک؛ د حجرو او انساجو د هایپوکسیا حالت دی چې د اکسیجن د انتقال (Delivery) د کموالي، د اکسیجن د مصرف د زیاتوالي او یا هم د اکسیجن د ګټې اخیستنې د خرابوالي له امله په حجروي سطحه د پرفیوژن د کموالي په رامنځته کولو سره، پېښېږي، که چېرته په جدي ډول بې له ځنډه (په لومړیو څو ساعتونو کې) په سمه توګه تشخیص، ډ‌لبندي او تر درملنې لاندې ونه نیول شي، نو د حیاتي غړو د دندو د خرابوالي (End organ damage) او مړینې لامل ګرځېدلای شي. له بله اړخه تر ټولو مهمه دا ده چې معالج کسان ژر تر ژره بې له ځنډه درملنه پیل کړي او د قطعي درملنې د پیلولو لپاره کوښښ وکړي چې د وخت له ضایع کولو څخه پرته لامل پیدا او د شاک په له منځه وړلو سره د بېلابېلو غړو د دندو د خرابوالي او مړینې څخه مخنیوی وکړي، نو ځکه د شاک د ناروغانو ډلبندي او درملنه یوه مهمه او مبرمه موضوع ده.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ژورنالیزم د ارزښتونو او عامه ذهنیتونو ترمنځ د اړیکو څېړنه «علمي- څېړنیز کنفرانس»

د «ژورنالیزم د ارزښتونو او عامه ذهنیتونو ترمنځ د اړیکو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د جدي میاشتې په لومړۍ نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژورنالیزم انستیتوت علمي غړي څېړندوی محمد داود ناظم له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل: د ژورناليزم په علم کې د رسنيو له لارې د خپراوي لپاره د پيغام د غوره کولو معيار ته ارزښت وايي. د ژورناليزم ارزښتونه او عامه ذهنيتونه داسې اړيکې لري لکه د کتاب، مقالې يا سيمينار عنوان او منځپانګه چې سره اړيکه لري، په دې توپير چې عنوان د کتاب په تندي څرګند ښکاري، خو ارزښتونه پټ وي، خو عامه ذهنيتونه د ارزښتونو په لور داسې ورهڅېږي او تړل کېږي، لکه د کتاب منځپانګه (محتوا) چې له عنوان سره په ټينګه لیکه او اړيکه تړل کېږي.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي «علمي- تحقیقي کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر عبدالرحیم وردک «د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي» په نوم علمي- څېړنیزه کنفرانس د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې پر ورځ وړاندې کړ. ښاغلي وردګ د یادې موضوع په اړه وویل: د کمخونیو له ډلې څخه میګالوبلاستیک کمخوني یوه معموله کم خوني ده چې هر کال په نړیواله کچه په تېره بیا په وروسته پاتې هېوادونو کې د لوړې کچې معلولیتونو، معیوبیتونو او مړینې لامل کېږي چې ماشومان او د باردارۍ د دوران میندې یې ډېری قربانیان ګڼل کېږي. د دې لپاره چې د نومورې کمخوني عمده لاملونه، نوي تشخیصيه او درملیز میتودونه او د مخنیوي ښې لارې چارې په ګوته شي، اړینه ده چې نوموړې موضوع وڅېړل شي.

دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې «علمي- څېړنیز کنفرانس»

«د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶ مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژورنالیزم انستیتوت علمي غړي څېړنیار عبدالرحمن الکوزي له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل: هر مسلک ځان ته ځانګړي اصول او اخلاق لري چې د هماغه علم اخلاق یې بولي، د ژورنالیزم علم هم ځانته اخلاق لري چې په ژورنالستیکي چارو کې یې مراعتول اړین دي. اخلاق د ژورنالیستانو د کار جوهر دی، له اخلاقي موازینو څخه ناخبري د ژورنالیست او رسنۍ نوم ته ستر زیان رسوي او ځینې وخت دغو نورمونو ته نه پاملرنه کولای شي د ژورنالست ژوند په خطر کې واچوي. د ژورنالستان سر وکار د ټولنې له وګړو سره

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۰:۵
Background image

د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه (۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.کال)

«علمي – څېړنيز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزي (د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه «۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.») په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۳۹۹ هـ.ل کال د عقرب مياشتې په ۱۸ نېټه د شنبې پر ورځ وړاندې کړ. احمدزي د يادې موضوع په اړه وويل: د افغانستان پر وړاندې د روسيې سياست بدلېدونکی حالت لري او دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې ثابته بهرنۍ ستراتيژي نه لري، د دې ترڅنګ روسان په افغانستان کې ستراتيژيکي موخې او ګټې لري او هڅې کوي خپلې موخې ترلاسه او خپلې ګټې خوندي کړي.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۵:۷
Background image

د افغانستان مالیاتي سیستم

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې معاون څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي «د افغانستان مالیاتي سیستم» تر سرليک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم په ۵مه نېټه د دوشنبې پر ورځ وړاندې کړ. ښاغلي اسحاقزي د یادې موضوع په اړه وویل: د بشري ټولنو په تاریخي بهیر کې دولتونو د خپل ملي حاکمیت د ټينګښت او پایښت په خاطر مسلحو قواوو او ټولنیز سیاسي ثبات لپاره مالي وجوهو ته اشد ضرورت درلود او لري یې، همدا علت دې چې هېوادونه د دغه اصل د تحقق په غرض د ټولنې د افرادو له عوایدو څخه مالیه راټولوي.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه

کابل: د علومو اکاډمي د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز علمي غړي څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی «د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د تلې په ۲۳مه وړاندې کړ. ښاغلي بارکزی د یادې موضوع په اړه وویل: څرګنده خبره ده چې د کرنیزو بوټو د پیداوارو زیاتوالی او لږوالی د هغوی د ودې په څرنګوالی پورې اړه لري. د کرنیزو بوټو ښه وده او له هغوي څخه د ډېر حاصل په لاسته راوړل ډېر عوامل لري، لکه د خاورې جوړښت، د تخم ورایټي، د اوبو اندازه، په ټاکلي وخت د اګروتخنیکي چارو ترسره کول، هغو ته د غذایي موادو رسېدل او نور. د نوموړي په وینا، دا څېړنه د لغمان ولایت په مرکز د سه صده قریې په سیمه کې په ۶۶ متر مربع ساحه کې ترسره شوې ده، چې په کې د مټرو په وده او حاصلاتو باندې د نایتروجن او فاسفورس سرو د مختلفو اندازو اغېز تر څېړنې لاندې نیول شوتی دی.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنیار فضل الرحمن علیزي د «تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. دغه کنفرانس چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، په کې ښاغلي علیزي د یادې موضوع په اړه وویل: تقریظ د هنر او ادبي آثارو د لنډې پېژندګلوۍ په زړه پورې ډول دی، زموږ په ادبیاتو کې تقریظ زیاتره د ادبي آثارو او ایجادي پدیدو د ستاینې لمنې ته لوېدلی دی، په

Pagination