د علومو اکاډمی پېـژندنه

 

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد په کچه لوړه علمي- تحقیقي مرجع ده چې د بشري علومو، طبیعي علومو او اسلامي علومو علمي-څېړنیزو چارو په برخه کې د رهبرۍ او سازماندهۍ مسئولیت پر غاړه لري.

 

د علومو اکاډمی په رأس کې یو عمومي رئیس او هر بخش یې معاونین لري، همدا شان یو علمي معاون هم په دې ترکیب کې شته.

 

هره برخه په علمي مرکزونو، انستیتوتونو او دیپارتمنتونو وېشل شوې چې په ټولیزه توګه ۱۴ علمي مرکزونه، ۴۴ انستیتوتونه او ۸۴ دیپارتمنتونه، تشخیصیه کلینیک او د طب څېړنیز مرکز، تحقیقاتي اتنوګرفیک موزیم، د ساینس او تکنالوژی ملي کمیسیون، کتابتون، دفتر ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د فرهنګی روابطو ریاست، د پالیسۍ او پلان ریاست، د جندر آمریت او کودکستان په کې هم شامل دي.

 

د علومو اکاډمي عمومي ریاست له علمي غړو او د ملکي خدمتونو له کارکوونکو څخه رامنځته شوی، چې ۲۹۱ بستونه یې د علمي غړو او ۲۰۷ د ملکي خدمتونو بستونه دي چې مجموعاً ۴۹۸ بستونه کیږي.

 

د علمي څېړنو پایله د علومو په مختلوفو برخو کې د ټولنیز وضعیت ښه والی، کلتوري بډایتوب، د اقتصاد پرمختګ، د طبیعی زېرمو د منابعو ارزول او له هغو ذخیرو څخه د مؤثرې استفادې لارې چارې، د علومو د علمي سطحې لوړاوي او د دیني او اسلامي فرهنګ بډاینه د علومو اکاډمۍ له اهدافو څخه دي.